څنګه لنډکوډونه ورزیات کړو
د لنډکوډونو ورزیاتول
لنډکوډونه د سمون پر مهال پیست کېدای یا مستقیماً ټایپ کېدای شي. وروسته له دې چې تاسو خپل لنډکوډ ټایپ کړ، انټر ووهئ یا له لنډکوډ څخه بهر لاړ شئ او دا به سمدلاسه په خپل ښودل شوي بڼه کې راڅرګند شي.
د لنډکوډونو د ورزیاتولو بله لاره دا ده چې په خپل انسپکټر (inspector) کې پر Shortcode Element کلیک وکړئ. دا به یو پاپ اپ پرانیزي چې ستاسو په سایټ کې ټول موجود لنډکوډونه ښيي. یو یې وټاکئ یا د ورداخلولو لپاره په هر یوه دوه ځله کلیک وکړئ.
د لنډکوډونو سمول
تاسو کولی شئ لنډکوډونه په ۲ لارو سم کړئ:
- د ټاکلو لپاره پر لنډکوډ کلیک وکړئ او په خپل انسپکټر کې د لنډکوډ ځانګړتیاوې سمې کړئ. که ستاسو په لنډکوډ کې خاصیتونه او منځپانګه وي، نو دا باید د هغو ساحو په توګه راڅرګند شي چې تاسو یې بدلولی شئ. لنډکوډ باید ستاسو د بدلونونو سره سم په اوتومات ډول نوی شي.
- پر لنډکوډ دوه ځله کلیک وکړئ (یا خپله موږک ورباندې وګرځوئ او بیا د اوزارپټې پر سمولو تڼۍ کلیک وکړئ) ترڅو اصلي خام لنډکوډ سم کړئ. تاسو کولی شئ په دې ډول ټول لنډکوډ په ازاده توګه بدل کړئ. کله چې کار پای ته ورسېد، انټر ووهئ یا د لنډکوډ نوي کولو لپاره بل عنصر وټاکئ.
زما د لنډکوډ خاصیتونه (Attributes) چیرته دي؟
د لنډکوډ خاصیتونه د Page Builder Sandwich لخوا نشي پیژندل کیدی. نو تاسو باید هغه پخپله ټایپ کړئ. موږ په داسې یوې لارې کار کوو چې لنډکوډونه سیسټم سره وتړو ترڅو دا د هرچا لپاره اسانه شي. د دې لپاره په تمه پاتې شئ.